غزل
که په کور کې دې سردې د بدخشان وي
خوشحال خان خټککه په کور کې دې سردې د بدخشان وي
يا ږنگوري د انگورو، يا رمان دي
چې يې زړه ور څخه موړ وي نه يې گوري
د وږ سترگيو ورته څو رنگه ارمان وي
موړ به څه وپوښتې له نغنه چې نغن څه دی
وږی سپی خوړلي نغن ته نگران وي
کله کښلبې معشوقې ته نظر نه کړې
کله کوڅې درته هم راحت جان وي
په ساعت ساعت کې حال باندې نورېږي
چې مې وليده سړي کله يو شان وي
د سړي فکر په مثل د سيماب دی
اضطراب يې هر هر خوا ارمان ارمان وي
کله کله ښايسته شي په گلونو
کله کله لکه باغ باندې خزان وي
کله کله د خوښۍ په صحبت کښېني
کله کله په غمونو کې حيران وي
چې دايم په يوه حال دی هغه خدای دی
چې حالونه پرې ور درومي دا انسان وي
اخر تله دي له جهانه باور وکړه
که هر څو خوشال ژوندی په دا آوان وي