غزل
که په مخ باندې خالونه عنبرين ږدې
خوشحال خان خټککه په مخ باندې خالونه عنبرين ږدې
هومره داغ به په خاطر زما مسکين ږدې
د پيالې اوبه خوږې شي تر نباتو
په پياله باندې چې دواړه لب شېرين ږدې
خدايه، زړه په ما د کښليو مهر بان کړې
ته په زړه کې د بتانو مهر و کين ږدې
دواړه زلفې چې ول ول سره حلقې کړې
په هر ول کې يې گلونه د نسرين ږدې
خدای دې نه کا چې يې يو سر کړم يا بل سر
که تلي مې په دا چشم جهان بين ږدې
په بار بار دې دسينگار منت راباندې
چې دخيال ټيکه خپل يار ته په جبين ږدې
ستا د پله خاورې رنځور غوندې اخلم
په هر ځای چې قدمونه په زمين ږدې
ستا تمامه خندا بخت دی، څوک يې مومي
په دا نيمه خندا طعن په پروين ږدې
چې ليدلې دې د عشق قمارخانه ده
په لومړۍ بازۍ به يار ته دل و دين ږدې
افرين دې په ويلو شه خوشاله!
په بياض باندې عجب شعر رنگين ږدې