غزل

که پوستی له پوستې واوړي گوندې واوړي

خوشحال خان خټک

که پوستی له پوستې واوړي گوندې واوړي

د خوشال خو جار واته نشته له ښکاره

په دا سرو شونډو يې نه ده وينځه توره

راشه خضر د حيوان په چشمه گوره!

مخ د يار له خط و خاله مستغني دی

د غني وي هر اسباب له خپله کوره

چې يې سيوره په ما وه، لکه بادشاه وم

همايي وه ستا د تورو زلفو سيوره

ستا بارخو بله لمبه وربل دې څه دی!

لکه تور لوگی چېټول پاڅي له اوره

د خپل پله خاورې دې بيه په عنبر کړې

درته چا وی چې په دا بها يې پلوره

په څو بل لوري ته گورې ځان نادان کړې!

چې په ما باندې غوغا شي لور له لوره

ته په دا حسن د گل غوندې زېبا يې!

که زوولې يې له خپله پلاره ، موره

چې په خوله يې نوم اخلي، روخ يې نه دی

عاشقي چې وېره کاندي له پېغوره

زه له ميو توبه وکړم، توبه گار شم

د ساقي پياله مې بيا کا توبه نوره

چې يې څوک په کوڅه پل ږدي، هغه سر خوري

په جوار باندې يې مه گرځه سرخوره!

که يې ناز دی، که يې خيال دی ما به يووړ

ولې ما سره ډېر کبر کا هر گوره

زور يې واړه د خپل مخ ورته ښکاره کړ

خوار عاشق يې ځکه درست پريوست له زوره

چې معنی ورسره نه وي ويل سپور وي

خدای به نه کا د خوشال خبره سپوره