غزل
که رسېدم نه رسېدمه تلمه
امیر حمزه شینواریکه رسېدم نه رسېدمه تلمه
په هر منزل به ودرېدمه تلمه
نن يې کاته پېژندگلوي غوندې وو
په ټوله لاره موسېدمه تلمه
پښتني هوډ د محبت شو پکار
که غورځېدمه پاڅېدمه تلمه
زلفو رنآ کې تيارې هم لرلې
په تگ خو تلم خو ټپرېدمه تلمه
څه خو دې وې، خو بيا دې هېڅ ونه وې
زه په مطلب ورسېدمه تلمه
لکه تصوير مې حيراني لا نه ړه
د فنا لور ته تتېدمه تلمه
ستا اننگو ته رسېدل که وو گران
خو لکه اوښکه بهېدمه تلمه
ستا د بلنې کيفيت، توبه!
خوشحالېدمه، بوږنېدمه تلمه
مينې عطا راته صفت کړو د وخت
که تېرېدم ، نه تېرېدمه تلمه
د سبا سترگه شومه ستا په ديدن
فنا کېدم خو خندېدمه تلمه
دمينې تنده مې کاذبه نه وه
له سرابونو تېرېدمه تلمه
د ژوند له جبره درته څه ووايم
که خندېدم که ژړېدمه تلمه
نن مې د چا سترگې ليدلې حمزه
په ټوله لاره زنگېدمه تلمه