غزل

که صورت وته دې گورم، په صورت کې يو حيوان يې

خوشحال خان خټک

که صورت وته دې گورم، په صورت کې يو حيوان يې

که معنو وته دې گورم شهزاده د کل جهان يې

چې ظلوم، جهول يادېږي ( کنت کنزا) هم پوهېږې

ته و دا ته نظر مه کړه چې دا غوښې استخوان يې

چې مسجود و دملکو، ځای يې پاس و په فلکو

ته خلف د هغه هسې خليفه پدر نښان يې

غوښې، هډ څه په کار نه دي، دا د گاو او هم د خره دي

د گدا په کند کې پټه، ته يو څه رنگه سلطان يې

چې يې ستا په حال پېغور شو، تر ابده يې مخ تور شو

د چا نوش يې، دچا نېش يې، دچا درد، دچا درمان يې

د دنيا، عقبی باغونه په کې واړه نعمتونه

واړه ستا دپاره جوړ دي، ته مقصود د(کن فکان) يې

که هر څو گلونه ډېر دي، تر حساب تر شماره تېر دي

د فطرت په حديقه کې نو باوه دگلستان يې

نور به څه وايې خوشاله! له دې حاله له احواله

هم دا هومره ويل بس دي که پوهېږې نکته دان يې