غزل

که تا وته حيران ديد ليلا حکايت کړوني

خوشحال خان خټک

که تا وته حيران ديد ليلا حکايت کړوني

و ما وته په ځان دي دمجنون روايت کړوني

د هر ويښته په سر لرم زه تا سره زر کاره

خبر نه دي له حاله دا بېکار نصيحت کړوني

څه ښه وشول طالع وي چې يې وليدې په سترگو

تر ما پورې خجل شول دا زما ملامت کړوني

د حسن يغماچي دې الجه راوړي د زړونو

پنجگ د ستا و سترگو وته بېل کا قسمت کړوني

چې درد لري په زړه کې د هغو دارو موندل شي

هيچا ليدلي نه دي د بې درد طبابت کړوني

چې زه د بت سجود کړم مخامخ راته ولاړ دی

څه څيز ويني، حيران يم د مسجد عبادت کړوني

کوم ملک دی له ما پاتې چې مې پل نه دی پرې ايښی

هر ځای به ورته ياد کړم که څوک شته سياحت کړوني

چې دوه اويا مذهبه راته يو شول صلح کل يم

د کوم يوه مذهب دي اوس زما عداوت کړوني

په هسې ځای مين يم چې يې نوم واروي وگړي

نور تښتي تار په تار شي دخوشال حمايت کړوني