غزل
که ته خوله و ماته نه راکړې ملگۍ
خوشحال خان خټککه ته خوله و ماته نه راکړې ملگۍ
بلې هم راته نومړې ده خولگۍ
ظالمي که بې رحمي که اشلغونه
ته په دا واړه کارونه مغولگۍ
په غمونو کې دې هسې رنځړی شوم
لکه ووړکی چې زبون شي په بلگۍ
په کړکيتو کې دې ډېر زړونه پراته دی
په دا دوه زلفو د زړونو يې غلگۍ
چې څراغ ورځنې درومي پتنگ خوار شي
يوزما له مانه مه درومه دلگۍ!
ما د ښو مخونو ښه ننداره وکړه
نشته تا غوندې زېبا بله جلگۍ
ما ساده پښتانه څه زده چې يې وايې
په پارسۍ پارسۍ خبرو مغولگۍ
جدايي يې هسې سخته په خوشال ده
لکه ځي دچا له ځانه، نه سلگۍ