غزل
که هر څو ښايسته يې، نه يوسف يې د کنعان
خوشحال خان خټککه هر څو ښايسته يې، نه يوسف يې د کنعان
که هر څو ډېر هوښيار يې نه مخی يې د لقمان
که هر څو ډېر حشم لرې بادشاه دمملکت يې
په زړه کې فکر وکړه، څه بادشاه و سليمان
څو ښه کښلي مخونه څو هوښيار څو بادشاهان وو
چې راغلل هسې لاړل، اوس يې نوم دی په جهان
يو نوم دی پاتې کېږي، نور به هيڅوک پاتې نه شي
په بدۍ بدان يادېږي، په نېکۍ ياد وي نېکان
که نوم د حجاج اورې، اورې نوم د نوشېروان
په عدل کافر ښه شو، ظلم بد کړ مسلمان
که ښه کړې، ساعت دادی چې په شمار يې د ژونديو
نه سود، نه فايده وي، که په گور کې کړې ارمان
کافر سړی هغه دی چې د نفس په هوا درومي
مومن سړی هغه دی چې تل غم کا د ايمان
هيڅ شک په دا کې نشته چې په مرگ به واړه ومرو
خو شک په دا کې کيږي څوک به مومي گورستان
سخ په د هغه وي،چې ايمان سره يې مرگ وي
گور په عزت بيامومي پسې لولي قرآن
وخت د ځوانۍ تېر شو، اوس پيري راغله خوشاله!
نور کارونه پرېږده، خو د گور کوه سامان