غزل
که هر څو په خپله پوهه کې سقيم يې
خوشحال خان خټککه هر څو په خپله پوهه کې سقيم يې
د حکيم په حکم کار کړه نور حکيم يې
که په خوله، په غوږ، په سترگو څه زده نه کړې
نور وردرومه ازلي سيه گليم بې
د سيرت خوبي پيدا کړه چې جوهر ده
په صورت خو هډو غوښه ، وينه، ريم يې
پير، استاد، مرشد به واړه درته شا کا
که په جهل مرکب کې مستقيم يې
عاقبت به دې په بخره ندامت شي
چې دا هسې د جاهل سره نديم يې
دا دانش چې د هندو د شمار حساب دی
که ته دا دانش دانش گڼې لئيم يې
سخاوت په روايت، په رو به رنگ کړه
نه چې درسته دنيا و بازې کريم يې
همېشه په زړه خوشال اوسه غم مه کړه
په اخلاص چې و دانا و ته تسليم يې