غزل

که هر څو په سر د خيال دستار زرين ږدې

خوشحال خان خټک

که هر څو په سر د خيال دستار زرين ږدې

عاقبت به سر د خاورو په بالين ږدې

د سلېمان غوندې هم پرېوتل له تخته

په فرس باندې به څو د زرو زين ږدې

دغه پښې به دې خوراک شي د چينجيو

چې يې اوس په شين شين په قالين ږدې

په ارمان به خالي لاس ورځنې درومې

که په کور کې په هر لوري سره او سپين ږدې

په الا بلا که ټول د دنيا گنج کړې

په خپل زړه به داغ په دم واپسين ږدې

چې گفتار دې د کردار سره سم نه وي

تش گفتار واړه په ځان باندې نفرين ږدې

تا په زړه کې سل خدايان دي کښېنولي

راته وايه سر و چاته په زمين ږدې

د غفلت تسپې په ورځ و شپه جارباسې

خو محنت به په کرام الکاتبين ږدې

هر آيت يې د معنو په سترگو گوره

د صورت سترگې تر کومه په ياسين ږدې

يو قدم که په رښتيا له دنيا واخلې

خدايږو بل قدم به پاس په عليين ږدې

که اسلام د خلکو دا دی اوس خو بويه

چې هندو غوندې ټيکه په خپل جبين ږدې

زمانې! څه نا انصافه راښکاره شوې

پانيانو نه په دا دور آخرين ږدې

شاه جهان غوندې بادشاه په بند بندي کړې

په اورنگ باندې خطاب د محي الدين ږدې

د مچۍ لاشه هم جوړه ور سره وړې

په هر حلق کې چې خواړه د انگبين ږدې

د خوشال خټک کوم جرم، کوم گناه دی

چې په زړه کې يې آهونه آتشين ږدې