غزل

که هوا ده که سودا ده په کې ستا ده

خوشحال خان خټک

که هوا ده که سودا ده په کې ستا ده

بل خيال ،فکر مې هيڅ نشته په ضمير کې

زه چې ستا په تير زخمي شوم، فراغت شوم

څه عجب دارو دې ايښې وو په تير کې

لکه بوی د يار دزلفو دی عطاره!

هسې بوی نشته په مښک و په عبير کې

محبت مې هډو پلو سره مخلوط شو

ناصحانو راته شا کړه په تدبير کې

چا به هومره د عشق گنج را عنايت کړ

که مې نه وای خپله بخره په تقدير کې

د خوشال ويل په نورو کې څرگند دي

لکه ږغ د وېره ژلي په گڼ وير کې