غزل

که هيڅ نهوي چې ويل راشي له ياره

خوشحال خان خټک

که هيڅ نهوي چې ويل راشي له ياره

ټول د يار مهر په لاس راکړه ريباره

سره لاله په هغه مځکه شگفته شي

چې خولې دې رابندې اوري له رخساره

د غمزې په تېغ مې وژني زه دعا کړم

چې زما په خون يې مه نيسې داداره!

چا وی خپل نتليي کښي، چې يې په ياد وي

بخته! وخت دی چې يې ونه وځم له شماره

يوه شنه پاڼه خپل بخت په لاس رانکړه

خلک څو گلونه وړي له دې گلزاره

په ارزو، ارزو کې هسې لېونی شي

چې خبر شوم د عاشق سړي له کاره

که يې درست په سيند کې ډوب کړې، هم به سېځي

چې سوختن يې په نصيب شي له روزگاره

په وژو د عاشقانو هسې ځغلې

نيم بسمل يې په ځای پرېښوم له تلواره

چې يې ستا په کوی کې ځای ونيو، نور موړ شو

دخوشال خاطر له باغه، له بهاره