غزل
که يوه ذره لونگ هم په کې وينه
خوشحال خان خټککه يوه ذره لونگ هم په کې وينه
په ښيښه کې يې ساته په ماه و سال
په درست جهان به نه وي يو زما غوندې رسوا بل
ورځم توره وکښلې چې مېن واورم په تا بل
يو تير دې وويشتم چې زما د درد دارو شو
ها ای زما طبيبه! چې په روغ نه يم يو بيا بل
که سبر، که ، عرعر، که صنوبر ستا تر قامته
څه نورې د باغ ونې چې په څېر ستا د بالا بل
نن ما وته چا ووی چې آشنا غواړي خپل تېغ ته
د خدای د پاره کوم به له ما به وي آشنا ستا بل
ستا زلفو مې زړه يووړ، سترگې ستا راته به څو دي
تاراج به دا ترکان کا، نه به څيز يوسي په غلا بل
نه ننگ لري، نه شرم تا وی هر چې عاشقان دي
يې ننگ دي، که يې شرمه هيڅ عاشق نشته تر ما بل
ملا يې فتنه گر دی، ورښيي فتنې، جنگونه
تعليم ته يې خوشاله! زر پيدا شوای يو ملا بل