غزل

که يو دم د يار په غم فراغت کښېنې

خوشحال خان خټک

که يو دم د يار په غم فراغت کښېنې

په دا دم به له عالم فراغت کښېنې

که دې کار د محبت ونيو په لاس کې

په دا کار به خوښ، خرم فراغت کښېنې

که گدای شې دمغان په خرابات کې

همېشه به لکه جم فراغت کښېنې

ډېر و لږ د زړه زحمت دی که عاشق شې

ته به تل له بېش و کم فراغت کښېنې

که اختر دی که نوروز دی خو همدا دی

مخ په مخ چې له صنم فراغت کښېنې

که په کوی کېيې مقام وکړې زاهده!

په خاطر به له ارام فراغت کښېنې

لاس په لاس بهشت همدا دی ای خوشاله!

چې خپل يار سره يو دم فراغت کښېنې