غزل

که يو ځله مخ ښکاره کا له نقابه

خوشحال خان خټک

که يو ځله مخ ښکاره کا له نقابه

د ښايست نامه به واخلي له افتاب

لاله گل به يې له مخه خوبي پور کا

په زلفينو به سنبل کاندې بې تابه

خلک څه لره تهمت په زمانه ږدي

په چشمانو يې دنيا کړله خرابه

د خمار په علامت يې سترگې سرې دي؟

که چا بې وخته بيداره کړه له خوابه

د خاطر وينې نوشي په ځای دميو

بيا يې نقل هم د زړونو له کبابه

خاصه مرگ د معشوقې د مقتولانو

چې جنت لره به درومي بې حسابه

زما زړه قبله نما شو، نه جاروځي

و بل لور ته ستا د وروځيو له محرابه

په وعده يې زړه خوشال مه کړه خوشاله!

د وفا طمع څوک نه کا له حبابه