څلوريزه

که يې د خضر پياله خوړلې ده

خوشحال خان خټک

که يې د خضر پياله خوړلې ده

دانا هستي د ژوندون ژړلې ده

هر چې کمال لري، هغه زوال لري

هستي نېستي يې سره تړلې ده