غزل

که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوک

خوشحال خان خټک

که زه نه وای تا به ځان لره بلل څوک

په پالنگ به دې دا هسې درختل څوک

واړه عشق دی چې يې سر راته گياه کړ

گڼه! زه په ځان مين، د سرښندل څوک

چې پتنگ ته روښنايي دڅراغ ښکاره شي

نور له څراغه نه يې غواړي جاروتل څوک

بدرگه که محبت راسره نه وای

يک تنها به په خونخوارو لاروتلل څوک

ددې ميو پيالې ډېرو دي اخستې

ولې ما غوندې به نه وي لايعقل څوک

د زنخ په چاه دې بند د شونډو مست وي

روغ هوښيار به په کوهي کې پرېوتل څوک

ته په خپله راته ووايې چې وايه!

گڼه! زه، د مينې راز ښکاره ويل څوک

ته مې وژنه، د قصاص اندېښنه مه کړه!

دخپل خون په تور به ونيسم يو بل څوک

ښه خو دا چې د چا نوم په کې يادېږي

په فاني دنيا به نه وي ژوندي تل څوک

تا په خپله سپينه خوله و خوشال ورکړه

گڼه دی، دا هسې شونډې کښلول څوک