څلوريزه

که زر هنره په هر ويښته لرې

خوشحال خان خټک

که زر هنره په هر ويښته لرې

بيا به په کار کې توکل نه لرې

خوشاله! يو نشته چې زړه پرې ښه کړې

نن ورځ که زويه نمسي شپېته لرې