غزل
کله باز کا و مردارې ته هوس
خوشحال خان خټککله باز کا و مردارې ته هوس
دغه کار دی د کلاغ و د کرگس
و گفتار وته يې مه غړوه سترگې
په کرده، په عمل گوره کس ناکس
که يې سر په لکۍ اړوې، هغه دی
په هيڅ رنگ به نور څه نه شي سگ مگس
په ظاهر شماره که لس سره دوه پنج دي
دد ابجد په حساب نوي و گڼه لس
دوه سړي په باغ کې گډ شي، يو گل گوري
دويم گرځي په طلب دخار و خس
زه دا يم په بېلتانه کې په هغو يم
چې د يار بې يادو نه وي يو نفس
که هر څو ښايسته روغ دي څوک يې څه کا
د توتي له مخه ښه يشي قفس
خوار خوشال به ځنې څو شړې په جور
که سرې شونډې دې شکر دي، دی مگس