غزل

کله کله داسې عينيت وي چې به څه وايې

امیر حمزه شینواری

کله کله داسې عينيت وي چې به څه وايې

داسې راته ښکاري چې زه نه وايمه ته وايې

تا چې راته وکتل او ما هم درته وکتل

نور به درته څه وايم او ته به راته څه وايې

څه که دې هندو باڼه زلفان د مخ څوکۍ کوي

زه په دې کشمير له سره تېر يمه نور څه وايې

حسن ته خو گوره خس يې يو او ژبې دوه لري

هغه چې په خوله وايې اشنا په لېمه نه وايې

بس دا رپندی دې دهندوانو که ترې لرې کړو

بيا به وي رښتيا که دې بڼو ته پښتانه وايې

رنگ د پښتونواله کې مدار د رقيبانو دی

مونږ ته کوربانه وايې هغو ته مېلمانه وايې

مينې دې غريب غوندې احساس د کمترۍ راکه

زه ويلی نه شم ته مې وپوښته چې څه وايې

ولې فکر من شوې؟ معمولي غوندې خبره ده

زه به درته ووايم که ته راته څه نه وايې

زه دتا د خولې په دې ترخو او به خوږه نه مي

سترگو ته دې گورم چې تراخه او که خواږه وايې

بې دغير له لمسې نه تحريک د خيا چرته وي

سره دې د ښکلا وي ورته ته چې شرمېده وايې

ما وې د اغيار په مخ کې هم کله راگوره ته

وې چې حمزه ښه وايې خو ځان د پاره ښه وايې