نظم
کچکول
دروېش درانیناقراره مي له درده بيا زړګى دئ
پکي پاته دا ارمان لکه اغزى دئ
چي مي ستا د مخ کاته په برخه نه سول
زما خوار دغه خواږه په برخه نه سول
په دې نه چي داسي تا په خپله خوښه
ستني و ايستې زما د زړه تر غوښه
ته خو ما ته په رښتيا سترګي په لار وې
دې خبري ته بېحده ناقرار وې
چي په ما وکړې د خپلي ښکلا څکه
په خوږو يې کړې پياله د زړه را ډکه
مګر ما د زړه پياله وه تر شا کړې
داسي وګڼه چي نه مي وه راوړې
را وتلى چي سهار ومه له کوره
روان سوى چي پر لار ومه له کوره
په دا کور کي مي پرې ا يښى ټول کهول و
را اخستى مي ترې يو خالي کچکول و
دې کچکول چي را دننه کړم دنيا ته
پام مي نه و د چا مخ د چا ښکلا ته
وم يې پوه نه په ولاړه نه په ناسته
ما کتل د خلکو جېب ، د خلکو لاس ته
چي را واچوي څه مال په دې کچکول کي
بند مي ټوله ورځ و خيال ، په دې کچکول کي
ما ويل که تر ماښامه څه راټول سي
په خېرات د خلکو ډک زما کچکول سي
دي بچي چي مي په کور کي وږي پاته
دا به وړمه په تلوار د هغو خوا ته
چي په خپل لاس برابر ورته خواړه کړم
چي په خپل لاس يې نن شپه خو ښه ماړه کړم
داسي وم دا تش کچکول تر تا تېر کړى
د بچو غم وې ته سم له ما هېر کړى
وم روان ، نه مي ولاړه وه نه ناسته
ما کتل د خلکو جېب ، د خلکو لاس ته
دا جېبونه او لاسونه يو رنګ نه وو
ډېر تر بدو لا هم بد وو ، ډېر لا ښه وو
ځني تنګ په شان د زړه د يو بخيل و
ځني پوه وو په سخا باندي ، اصيل وو
ما په منځ د دې ټولو ورځ کړه تېره
له کچکوله مي بهر دنيا وه هېره
چي ماښام له کوم خېرات راسره ټول سو
په هغه باندي ښه ډک زما کچکول سو
دا مي وويل په کار ده اوس نو ستون سم
يو ځل بيا د خپل کورګي خوا ته په يون سم
دغه وخت را ته ته بيا سترګي په لار وې
دې خبري ته بېحده ناقرار وې
خپل کچکول مي و د دوو سترګو په وړاندي
څه مي نه ليدل تر دې کچکول دباندي
نه مي مځکه نه مي ياد چرته فلک و
دې ته ځير وم چي کچکول مي دا وخت ډک و
ما ويل بچي مي کور دي وږي پاته
دا به وړمه په تلوار د هغو خوا ته