غزل
ښه به هغه وخت وي چې به يار لره ور درومم
خوشحال خان خټکښه به هغه وخت وي چې به يار لره ور درومم
وايم چې به زه باغ و بهار لره وردرومم
خدای يې ښکاره کړې، مښک عنبر يې په ما توی کړل
اوس به له دې پسه څه عطار لره ور درومم
خدای په کور کې راکړه، هغه تورې سترگې ترکه
اوس به يې په مرسته څه فرخار لره وردرومم
زار د خوږو زړونو، خوښ خرم زړونه ازار کا
غم، اندوه مې دادی چې خپل زار لره وردرومم
هر چېرته چې خار وي، هغه ځای مومي گلونه
ځکه په دا هيله هر هر خار لره وردرومم
کوم سحر يې وکړ په ما خوار باندې، حيران يم
مرگ و ته مې ناست، هغه خونخوار لره وردرومم
هم يې په ما وکړل څو څو رنگه ستمونه
بيا له ناچاريه ستمگار لره ور درومم
يار مې په ښايست کې لکه گل د نوبهار دی
سود يې د جمال کړم چې گلزار لره وردرومم
ښه خواږه ياران چې ما خوشال ليدل په سترگو
اوس يې په ژړا ژړا مزار لره وردرومم