غزل
ښه قاصده چې ته وايې چې معذور دی
امیر حمزه شینواریښه قاصده چې ته وايې چې معذور دی
دا يې عذر درته ښيم چې مجبور دی
هسې نه چې ورته زه به يم بې ستره
هغه ښکلی که څوک وايي چې مستور دی
ولې ماته هغه دومره رانزدې دی
چې هغه هسې ويل چې له ما دور دی
لطافت يې د گډون په وخت مانع شي
ښکاري حسن چې د عشقه نه نفور دی
هغه څوک دی چې به حق نه وايي ځان ته
قصور وار په درست جهان کې يو منصور دی
خپل دا يو قصور به پېش کړم په محشر کې
چې قصور مې کړی نه دی دا صور دی
ضرورت پيدا کوم په خپله ځان ته
مدامي ژوندون موقوف په يو ضرور دی
د تور مخي هوس مله مه شه هېچرې
عشقه ستا د تمنا په مخکې نور دی
محبت دې څه د ضبط نه کار اخلي
په گومان دې يقين نه کاندي تربور دی
زه ژوندی يې په احساس د تعلق يم
چې ملال مې کړي سرور دا مې سرور دی
مرور که وي پخلا ارومرو شي
چې صفت په زمانه کې د مرور شي
هغه زړه چې تاو د ميو يې ونه خوري
هغه زړه په زړه حساب نه دی انگور دی
بهر وځه ای د حسن او عشق نسبته
نن زما او يار تر مېنځه څه مذکور دی
مبارک مې شه چې سوال ته مې غوږ نيسي
يوه ورځ به راته ووايي منظور دی
حمزه! نن دې التفات د اشنا واخله
و رقيب ته خو دې گوره چې ترور دی