غزل ښه سړي د چا په بدو نظر نه کا خوشحال خان خټک د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 ښه سړي د چا په بدو نظر نه کا که څوک بد ورسره کاندي دوی به ښه کا 02 په بار داره ونه تل ورېږي کاڼي ورته گوره چې باردار ونه څه کا 03 د جهان کينې غصې واړه تر شا کا که سړی په وخت د قهر مرگ تر زړه کا 04 دا په دا چې خودبيني ور څخه نشته د جهان نندارې ځکه دوه لېمه کا 05 په کينه، په حسد هيڅ د چا ونه شي هر سړی چې حسد کاندي ځان اوبه کا 06 نصيحت د نېکو ښه دی، نه د بدو کم بختان به بد فعلي د چا په خوله کا 07 و سړي ته يې اختيار ورکړ هوښياره ! که په هره چار کې خدای واړه خپل کړه کا 08 ورځ او شپه په لار روانې قافلې دي نېک و بد د قافلې په لارې تله کا 09 يک تنها پهلارې تلنه ده خوشاله! په دا هسې لار څوک څه د لارې مله کا د قاموس مانا × اصلي کلمه