غزل
ښه هغه سړی گڼه چې په زړه صاف وي
خوشحال خان خټکښه هغه سړی گڼه چې په زړه صاف وي
همېشه ورڅخه شرم، هم انصاف وي
چې دا څو توکه يې نه وي سړی نه شو
هر چې کا هغه دې کاندي نور معاف وي
په دنيا چې دا عالم سره خلاف کا
لکه سپي چې په مرداره يې خلاف وي
نوشېروان چې مخ په عدل په انصاف کړ
که يې گورې تر قيامته يې اوصاف وي
که دانا سړی بدرنگ وي په دا څه شي
که د ښې تورې ساز شوی بد غلاف وي
دهيچا غرض په دا خبرو نشته
کلپ، سرۀ چې سره پېژني صراف وي
جوهري به يې خودکار سره ښکاره کا
تر ياقوتو که شبه په رنگ شفاف وي
د يارۍ د ياره گرځم، نه يې مومم
چې وفا لري هغه په کوم اطراف وي
د بخملو په اودل به خبر نه شي
په شماره که اتيا زره بوريا باف وي
عشق په حق په باطل هيڅ نه دی راغلی
تر کعبه يې ډېر و بت وته طواف وي
په دا نورو غرونو گشت استوگه نه کا
د سېمرغ استوگه تل په کوه قاف وي
علامت د قيامتت نه دی نو څه دی
چې د گډې دمزري سره مصاف وي
عاشقان يې د جمال په ننداره وي
زاهدان ترې پټې سترگې اعتکاف وي
ښايسته هر گوره ډېر شول پرې وېرېږم
د ما خوشال چې د تقوا وهلي لاف وي