غزل

ښارونۍ دې غواشييې پسې غواړي

خوشحال خان خټک

ښارونۍ دې غواشييې پسې غواړي

باز د غره ښايسته زر کې پسې نغاړي

که په رنگ کې لکه غلوزه هسې روغ دی

د خوږو هيله ومه کړه له غوباړي

يو آواز د ښو اسونو د ششنا دی

بل آواز د گنده خرونو دی چې ناړي

څوک ژړا د آخرت د پاره کاندي

څوک ددې جهان د سود دپاره ژاړي

د گوزار د پاره ليندي په څو ناست وي

دقطرې په حرص گرځي پسې شاړي

مرتبې د دواړو نه دي سره سمې

څوک له ځايه باز، شهند، څوک څوړي، څاړي

که دڅنگ پرونه يې هر څو کښلي روغ دي

د بازونو پرواز مه غواړه له څاړي

عاشقان که ستا د لاسه په جفا مري

بارې شکر چې په عهد، په وفا مري

بېدلان مې د هجران په تېغ قتيل وي

دا يو حرف دی چې په توره د قضا مري

زه مرده وم، ستا دجام په گوټ ژوندی شوم

چې يې دا جرعه نوشلې غه په چا مري

زړه مې ستا طري طراري ته هوس کا

ځان مې ستا غمزې بيمارې ته رښتيا مري

ای تازه گله! بلبلې ته نظر کړه

په نوا کې ستا له شوقه بېنوا مري

خوار خوشال په مرگي حال دی، ځنکدن کا

راشه گوره! په ارمان د ليدو ستا مري