نظم
خاتمه د کتاب په مثال د در خوش آب لايق د غوږو د اولوالالباب دی
عبدالحمید مومندما چې وپېيل دا دُر په باريکۍ
غوږو ورکړه يو تر بل مبارکۍ
چې د آب سړه هوا يې شوه ولاړه
د ياقوتو له بازاره گرمي لاړه
بېرته و جار ايسته تر کو دُر د غوږو
جوهريانو ته ددې دُرو په زوږو
بل سره نشته دا رنگ دُر گرامي
مگر يافت شي په دکان د نظامي
که څوک غواړي دا شراب حيرت انجام
مونده کېږي د جامي په ښکلي جام
شعر نه دی دا خوناب د زخمي زړه دی
يا وتلی وروستی دم له خولې دمړه دی
دازږ ده د کباب په اور د پاسه
که پری دی نغښتی مخ په څو لباسه
يا نغمه د نيم بسمل مرغه دخولې ده
يا مجنون ته معمی ښکلې ليلې ده
يا د وينو اباسيند وهلی موج دی
يا له ښهره د حيرت وتلی فوج دی
څو وهي د فکر ژامې باندې شخوند
زياتوي زما شکرې هومره خوند
نه دی کار د هر نا اهل بوالهوس
چې قدم ږدي ددې ناوې په جوس
که يې څوک له مخه پورته کاپلو
د ښايست مخی يې نشته هېڅ پلو
دا گوهر د نازکۍ پېيه نه شي
ازمېيلی دوباره ازمېيه نه شي
د نادان له وچو پوچو بې پروا يم
بېهوده ماتې مېچنې ته څه وايم؟
که دانا پرې گوته کېږدي مسلم
اميدوار يمه له عفوي د قلم
د صراف د خولې جواب راته اسان دی
چې انسان دی مع السهو و النسيان دی
له جوابه د جاهل د سوال مانده يم
الف، بې مې لوستی نه دی ناخوانده يم
بې هوده د سر ماغزه را خواړه نه شي
دا ميدان گاټه په توره چاړه نه شي
په کږلو د صراف مُهر کاږه شي
د نادان په پوچ گويۍ سره څه شي؟
دا تحفه د با تمييزه يار عزيز ده
نه پېشکش د ساده لوح بې تمييزه ده
نا محرم ته نه ښيي دا مستوره مخ
محرم بويه چې يې ځير کاندي پوره مخ
له خوبۍ د آيينې څه زده ړندو
شام و صبح واړه يو دي په اودو
چې دانا له نادا (نا) نو سره حرف کا
نر ناحقه دُر په کاڼي ولي صرف کا
په ښوره ځمکه کې گل کرې بې رايه
ړندو سترگو ته ډيوه نيسې بې ځايه
چې هرگز په کږه سمه نه پوهېږي
په وښکو دکږو سمو څه پوهېږي
د هغو چې وران په جهل دخولې خوند وي
برابر ورته خواږه ترخه په خوند وي
که شبير ورته نظر نه کا غرور کا
څه به کم په دا غرور د نمر د نُور کا
دا گوهر چې نهايت عالي مقدار شو
واقعي په داسبب کم خريدار شو
جاهلان يې په سبب د نادارۍ
راوړه نه شي په خوله حرف د خريدارۍ
د دانش خزانه دار به يې اخلي
مرد هغه دی چې يې ورکا هم يې اخلي
څو بالغ نه شي هلک په صحيح فکر
مات به نه کا د حميد د فکر بکر
که دانا دزړه انصاف خولې ته قرين کا
په ويل به د حميد صد آفرين کا