غزل
ښايسته نه دي بلا دي، اشنايي يې ده له غمه
خوشحال خان خټکښايسته نه دي بلا دي، اشنايي يې ده له غمه
اشنايي يې ده له غمه، زه نارې وهم عالمه!
زه نارې وهم عالمه، عشق يو يم دی په موجونه
عشق يو يم دی په موجونه، الحذر له هسې يمه
الحذر له هسې يمه، چې عالم په کې فنا دی
چې عالم پکې فنا دی، دا درياب روغ دی له دمه
دا درياب روغ دی له دمه، چې ساحل يې ليده نه شي
چې ساحل يې ليده نه شي، ډېر غرقاب دی تر قلزمه
ډېر غرقاب دی تر قلزمه، نه زياتېږي، نه کمېږي
نه زياتېږي نه کمېږي، تر ابده تر قدمه
تر ابده تر قدمه، چې شنا کا په دا يم کې
چې شنا کا په دا يم کې چې دعوا لري محکمه
چې دعوا لري محکمه، هغه در ورپسې غواړي
هغه در ورپسې غواړي چې بها لري اعظمه
چې بها لري اعظمه، هغه در يې ښه جمال دی
هغه در يې زلفې مار دي خبردار يې يم له سمه
چې خويي ده باندې تمه په جمال يې زلفې مار دي
په جمال يې زلفې مار دي خبردار يي يم له سمه
خبردار يې يم له سمه، په څو قسمه تور ماران دي
په څو قسمه تور ماران دي، څوک د دم دي څوک يې دمه
څوک د دم دي څوک بې دمه، هغه مار خوشال خوړلی
هغه مار خوشال خوړلی، چې ژوندی دی تر دې دمه