نظم
خبرېدل د عزيز دده له مينې او وېستل دشاهد له شهره وتل د عزيز ورپسې او د پلار پښېمانېدل
عبدالحمید مومندڅه ارشاد کاندي سهي، صاحب ارشاد نن؟
دا په کار د عاشقۍ کې استاد نن
د هر چا چې محبت په زړه کې جوش کا
په دا فکر يې بل فکر فراموش کا
له اوله دې چاړه واخلي صاحبه
پرې دې پرې کا د غماز و بده ژبه
د هغه پس دې شاهد نزدې تر خوا کا
گڼه ځان به دعزيز په څېر رسوا کا
که عزيز له غمازانو
وېرېده ډېر
دا په دا چې چېرې نه له يوه ځايه
فتنه پاڅي خرخښه کاندي برپايه
که کيده يې د هر چا له وياره وېره
بارې شوه يې څو چنده له پلاره ډېره
په هزار پردو يې پټ ساته اسرار خپل
په دا کار کې يې اغيار گاڼه ديوار خپل
بارې پټ کله ساته دمينې راز شي
بې وهلو له دغه تاره آواز شي
که هر څو يې پټوې لا څرگندېږي
جزايل چې واخلي اور کله پټېږي
څوک چې راز د مينې پټ له خلقه غواړي
په پومبه کې به بڅری د برق نغاړي
چې دعشق د اوښو څاڅکي پرې وڅاڅي
د رنجو په گرده شور د محشر پاڅي
لکه مشک هسې کا بوی د لټولو
لا کوي خود نمايي له پټولو
څو يې ته ډېر احتياط کوې په ستر
هومره اخلي محبت د شهرت وتر
ښيي ځان بانگ بلند له خاموشۍ
تازه کېږي لکه اور له خس پوشۍ
مينه نه اوسي د عقل په چمبه کې
پټ ساته نه شي بڅری په پومبه کې
په هنر د عشق ناموس کله پټېږي
نور د شمعې په فانوس کله پټېږي
پټول يې لټول دي په معنی کې
دمول يې اوږدول دي په معنی کې
دا وينا واوره په غوږو کوتاه غټه
هېڅ مَين مينه ساتلې نه ده پټه
که پينځه ورځې يې پټه کا په حلق کې
په شپږمه ورځ څرگنده شي په خلق کې
عشق و مشک نه شي ساته پټ و پنهان
دا خبره ده مشهوره په جهان
چې عزيز د راز اگر په آتش کېښو
لا علاج لوگی يې بوی د عنبر پرېښو
په دا رنگ يې شوه پرده داسرار څيرې
په بازار دمينې راشه که غم پيرې
يوه ورځې همزانو شوق د ديدار شو
دورخه ناز ونياز گرم گفتار شو
عشق سوال کاوه په شان دخاموشۍ
حسن کړ ورته جواب د بې هوشۍ
سوال جواب سره په هسې داب آداب شول
چې گستاخ ويل له ميانه په حجاب شول
بېگانه گفت و شنود د عبارت شو
د بوسې داد وگرفت په اشارت شو
که
هر څو يې دروازه د غم په مخ
ولې راز يې غيب الغيب خل پذير شو
څوک ناکس يې د اسرار په نغمه ځير شو
له ويلو سهېدی نه شو ترق چاود
بر نا حق له احمقيه احمق چاود
هغه دم په يوه دم اور لگوونی
د عزيز تر پلاره لاړ هغه بدغونی
وې يې پاڅه داخبره ازموده کړه
د خپل زوی له حال احواله خبر زده کړه
چې په مينه د ميگون حسن خراب شو
په آتش د آتشي شونډو کباب شو
هم خلوت لري هغه شوخ بگتيا
چې قاضي له ده فرياد کاوه په تا
په خلوت کې يې له خلقه پټ ساتي
لکه گنج هسې په ډېره احتياطي
له اغياره يې ساتي په هسې قسم
چې گويا کې هغه گنج شو، دی طلسم
شپه وورځ ورسره کا شطرنج د مينې
د شعور له قيده ويوست رنځ د مينې
نقد و جنس يې همه واړه غلنې
په مجمر دده دمخ کړ سپېلني
جادو چشم باندې وکړ هسې مکر
چې بې ده يې نه بل ذکر شته نه فکر
نور څه نه ويني په سترگو گوچې دی ويني
کور و کلی بې ده واړه پردي ويني
په قيام، که په سجود، که په رکوع دی
و محراب ته يې د وروځو په رجوع دی
په ډيوه يې د جمال په هر پرتو
پروانه په سرو مال دی ورته دو
که يوڅو ورځې نور هم په دغه پت لاړ
گڼه دا چې هم دې زوی هم دې دولت لاړ
واقعي ځنې لاس پرې وينځه په صبر
بېرته نه راځي هر گز مړي د قبر
چې يې څه دروغ رښتيا په خوله راتله
له ويلو يې هرگز نه نيوه خوله
په پوکلو يې بڅری لمبه اور کا
څو يې پورې د عزيز د زړه په کور کا
چې يې ډېر وچو لانده کړه سره ضم
د فتنې اور يې آخر بل کړ په دم
لکه دېگ هسې يې تود دعزيز پلار کړ
دغضب جوش وخروش يې ترې اظهار کړ
د سړي شيطان سړی دی ترې وسواس کړه
يا د آيات د "مِنَ الجِنَتِ وَالَناسِ" که
دکينې، غصې لښکر په هجوم ټول شو
يک منت دنازنين په غولي غول شو
هغه دم يې آه افسوس سر لاس مښو
يوه بل ته د ناحق تاختونه ښو
د حسرت گوتې په غاښ کړې هند و گبر
وې يې گورئ دا بې جرمه جور جبر
چې د څه سړي په خوله څوک ازارېږي
د پردو په حرکت خپل وېزارېږي
دا فلک چې ناترسي و ناکردې کا
چې به خلق د پردې اوس بې پردې کا
لا به کا دا بې شرمي گوره تر کومه
دا گدا به يي زغمي گوره تر کومه
قصه دا چې په شړل د شاهد فوج
مقرر شو عاقبت د قهر موج
هغه وخت عزيز اوده گوښه په خوب و
ناخبره دی په تاخت ددې آشوب و
چې شاهد يې لکه ښه دسته دگلو
دارم له باغه ويوست په منگلو
لکه سپي گوره چاپېر ترغزاله شوو
چې په اصل رذاله وو رذاله شوو
په شتاب يې لکه برق ويوست له ښهره
د قيامت غوغا ولاړه شوه له دهره
چې عزيز له خوبه ولوېده خبر شو
په خبر د يار د غم زېر و زبر شو
د خپل پلار دبې رحمۍ له رموزه
سر تر پايه سره لمبه شو شنه ډډوزه
د ادب سوز وگداز يې دامنگير شو
لا علاج د نه کړ وچارو وته خير شو
گاه به جنگ ته د خپل پلار شو لاس په توره
چې دا صرف بوځم د قتل تر فتوره
گاه به خير د ځان په وژلو شوله سوخته
دادی سود د مخبت له خريد فروخته
عاقبت ديار دهجر له تا وکښه
دا خبره شوه په زړه کې دده خوښه
چې د يار په مرسته ځه پاڅه ځان ورک کړه
دغه دروند نام ونشان تر سپيو سپک کړه
هغه دم له ځايه هسک د زړه په زور شو
لکه گرد هسې روان د يار په لور شو
آواره چې يې الفت د هغه پلا کړ
لاس نيولی لېونتوب سيده په لار کړ
په طلب د تللي يار په هسې پېر لاړ
چې په تله کې يو قدم تر مجنون تېر لاړ
په صحرا د رسوايۍ رسوايي شو
په سودا د عاشقۍ سودايي شو
ابرو يې د دانش اورې که ناورې؟
محبت کړ د مجنون د کوڅې خاورې
چې خبر په خرابۍ د زوی، پلار شو
د آهونو د لښکر سپه سالار شو
ته يې سيند دسپينو اوښو په مخ باندې
کړه يې زړه د غم غبار تر سياهۍ لاندې
د فرزند دبېلتانه له پېچو تابه
تاوېده لکه وېښته د اور له تابه
يو ساعت باندې آرام د زړه حرام شو
ماتېدو ته يې نژدې د ژوند احرام شو
دم در حال يې يو څو کسه دل پسند
واستول په راوستل د خپل فرزند
په دانش کې هر يو جونگ دعقل پند
په اثر کې شخوند دهر يوه په خوند
ولې واړه بېگانه وو، نه وو اهل
مشکل کار يې په لاس واخست اسان سهل
يوه درد د محبت ن و راښکلی
نه يې جام د بېلتانه وچرې څښلی
بې خبر د جادو چشمو له اثره
يوځای شوي وو گويا څو درد سره
باوجود ددې نقصان چې مې بيان کړ
و عزيز ته يې آغاز دپند داستان کړ
په پوکلو يې سکروټې سړولې
په پرهر باندې يې مالگې دوړولې
هسې شان يې پورې کړ د پند مښود
لکه مست هوښياروي څوک په سرود
له ويلو يې هنگام د نه منلو
لا شو تېر تر حد حدوده د زغملو
دا جواب ورته عزيز د تېغ په ژبه
له اوله کړ ادا زما صاحبه
چې لار ونيسئ احمقوبېرته درومئ
دم قدم د شرمندگۍ زهر شومئ
گڼه وبه وهم اوس گردنه د واړو
بېهوده په رنگ هوار په عقل لواړو
چې اثر نه کاوه حرف دخود فروشو
لکه توره د لرگي په بختر پوشو
په هوا په بېرته لاړ د زاغو سېل
تش تور بوس يې کړ دحال ورته غلبېل
ددې حال له اورېدو هغه يعقوب
د يوسف له ډېرې ځلې شو ميزوب
د افسوس شونډې يې غوڅې کړې په غاښو
هم يې وشلېده رفو د زړه د تراښو
راشه راشه ای ساقي باقي می راوره
په دا باب د محتسب خبره ماوره
يوه بله پياله هم د ميو راکړه
د خودۍ له خرخشو مې تبرا کړه