غزل

خدای راکړه په غېږ کې ، د ريبار منت راباندې

خوشحال خان خټک

خدای راکړه په غېږ کې ، د ريبار منت راباندې

سپينه خوله، سرې شونډې، دواړه زلفې اوېزاندې

يار راسره يار دی د هر غم مې غمگسار دی

غم اندوه مې نشته چې رقيب را رخه کاندې

پرېږده چې پرې سوځي، ستا د مخ بلا اخلي

عشق دې لکه اور دی عاشقان دي لکه سپاندې

دا څه بارخو نه دي، نه پرېشانې تورې زلفې

پروتې دي په گلو د سنبلو پاڼې تاندې

زه ورپسې درومم د يوه نظر په طمع

بيار ته نظر نه کا هسې درومي مخ په وړاندې

بخت نه دی نور څه دی په دا هومره ډېره مينه

ژاړي رخه کړوني چې خوشال خټک ته خاندې