نظم
ښکار کول د عزيز د شاهد په صحرا او رسېدل په کوهي او ليدل يې د جنۍ په کوهي او مين کېده د شاهد په هغې جنۍ
عبدالحمید مومندرمېده له ودانۍ سر په صحرا
ترانه کړه په دا رنگ بې چون چرا
چې نن اوښې د وحشو لکه دريا ځي
نه پوهېږم څوک په سير د صحرا ځي؟
کوم اختر دی نوی شوی په هوسو نن
چې کوي مبارکي سره هر سو نن
کوم صياد راځي و دشت ته په کينه کې
چې زړه وينې د نخچير شو په سينه کې؟
په راتله د کوم صياد دی غوږېدلی
چې نن رنگ د درست صحرا دی تښتېدلی؟
لا يې نه وه دا نغمه تمامه کړې
نه يې وه لمبه د ژبې له سوو ستړې
چې ښکاره هغه ښکاري شاهد تمام شو
جلوه گر لکه افتاب بين الا نام شو
په توسن آهو زن باندې سور راغی
د پرهېز په وچ واښه لکه اور راغی
ملتانۍ قوس قزح لينده په لاس کې
و راښکو ته د گلرخ په التماس کې
راغی گډ شو په ښکار گاه غشی په گورت
دم قدم سولول زړونه لکه قورت
چست چابک په لينده ننووت درون شو
د ليندۍ له شاخه گل د نمر زرغون شو
په هر ځای چې به وحشي ورته مخ روڼ کړ
دده شصت به ډک له غشيو لکه شکوڼ کړ
هسې گېر کړل آهوان د تير پيکانو
لکه سترگې په گېره کې د مژگانو
دا آواز به خوت له حلقه د بسمل
چې مو ونه ليد جمال د خپل قاتل
نه تنها له هوسو وړی خواب آشوب و
بلکې هېر لکه هېر خوب د سويې خوب و
د بندوق د تش آواز په لړې تړې
فراموش مگر افسون شو دگيدړې
په لستوڼي کې يې مرگ درلود تفنگ
تر وزر لاندې قيامت تېره خدنگ
چې گره به يې له زړه د تفنگ وا شوه
د قيامت شور و غوغا به خوا په خواشوه
که يې تير، که يې نيزه وه که تفنگ
ځنې ځار شو هزار ځانه د پلنگ
د لېوه يې و کېښ پوست په تاسف
چې يې خون په گردن پروت و د يوسف
چې يې مات په تير باران دوپر کاله کړ
د گوزن شاخ زرغون گل لاله کړ
پرې يې نه ښو هلته صيد په هېڅ لوري
بې يوې سياه هسوسيه د خپل سوري
نظر باز کور ته روان شو د ښکار وږی
خونريزۍ ته لکه تېغ د سترگو وږی
تر دا منځ يو غزاله فتنه انگېز
لکه دی هسې شوخ چشمه بلاخېز
تمامي له رمه روغ د برق په طور
د صحرا په څرمه پاڅېده بالفور
د بيابان له مخه والوت لکه رنگ
پسې واچاوه شاهد تازي کو رنگ
هومره تاخت ور پسې وکړ آهو سوار
چې ترې پاتې همراهان شو ټټر سوار
په آهو پسې تنها لکه آهو لاړ
په آرزو د گوټ اوبو سيند ته لاهو لاړ
ناگهان په يوه کلي چرته پېښ شو
د آهو په طلب ته، په مزري پېښ شو
کلی نه و بلکې ښهر د پروو
د کنعان په سر يې پروت خراج د سرو و
ودانۍ يې وو سل مصره ويران کړي
آب و تاب يې وو سل چينه حيران کړي
په چارسو کې يې يو چاه کوثر جاه و
چې اوبو ته يې تشنک د مهر ماه و
نور مې هېڅ له حاله مه پوښته بېتاب شوم
چې مې نوم د کوهي واخست لاړ آب شوم
نه يې څرخ تنها له سره ځارېده
فلک لا ترې ځارېده بلهارېده
له اوبو يې دم ختليو مونده دم
شرمنده ځنې زنخ د صبحدم
وې ولاړې پر چاپېر د هغه چاه
يو څو جونه پرېواري په مخ ماه
په ښايست يوه ليلی وه زېبا تره
په جذبه په آب و تاب دلربا تره
اوبو وړو لره منگی په سر راوړي
اړول په تور و سپين د لارې ستړي
بې له ځان يې نظر نه و په بل چا
نه ترې زړه مونده د سترگو په ځمبل چا
تغافل يې د هر سوال په مخ جواب و
په دا باب کې يې غرور ورته ثواب و
تبسم به يې جواب دصبحدم کړ
دقم قدم به يې حيوان بې دم قدم کړ
شو شاهد د ډېرې تندې وچې لاړې
جلوه گر لکه يوسف د چاه تر غاړې
چې له آسه د کوهي په غاړه کوز شو
بلا غواړی زړه يې پوه په بل رموز شو
غرض دا چې صياد صيد شو دمينې
بنديوان په اوږده قيد شو د مينې
د شاهد له دله يو ورهغې نجلې
صبر هوش د مستو سترگو په منگولې
هسې شان يې په ځای پرېووست اوتر
لکه باد په ځمکه ولي لوی نښتر
خدای ورکړی هسې حسن قد قامت و
چې باعث په اقامت د قيامت و
له گېسو يې جلوه گر ليلت القدر
له جبينه يې پيدا مطلع البدر
د دوو وروځو له ليندو يې نری ابر
وراوه باران د غشو په ډېر جبر
ماتول يې په غمزه غزال د سترگو
بې تکليفه شنه مزري د دين په درگو
تېز مژگان يې د قضا د باز منگول وه
ښخ د هر زيرک مرغه په سخت کنگل وه
که هر څو پکې شانې کاوه نغوتل
نه يې ووت له زلفو دورو تسلسل
پېچ وتاب يې پېچ و تاب کړ تور سنبل
ځنې بياموند د راز عمر تسلسل
ميخانې يې د سرو شونډو هسې جوش کړ
چې بې نوشه به يې پوش د سړي هوش کړ
بنا گوش يې گوشمالي په صفايي
ورکوله دُر گوهر لره ځايي
له رخساره يې په ځای د خولو دله
صفا يې په لپو لپو څڅېدله
هسې زيب يې لوړې پوزې کړ په اوج
لکه هسک شي له دريابه دنورموج
له اوبو يې د حيوان په گفتگوی
وړې خولې و مکرر د اثر گوی
څو خبرې ورته بل نه کړي چراغ
مونده نه شي هومره هېڅ د خولې سراغ
چې واصف به يې ستايل دغاښو دُر
به يې شو دخولې صدف په دُر و پر
څه تعريف يې کړم د زنې له دُر خشه
د عيسی له لاس مڼه وه حيات بخشه
چې مينا به يې کړ غاړې ته نظر
په سجده به يې سوده کړ ورته سر
و يې هر د صبر زهد پهلوان
د اوږدو لېچو تر توان پورې ناتوان
ځکه زړه پورې تړلی د جهان و
چې په مټو کې يې رگ د دل وجان و
هسې زيب يې کړ نکريزو په منگولو
لکه بېل له بوټي ښاخ شي دسرو گلو
لاس وندو چې به يې حي علی الفلاح کړ
په عشاقو به يې فرض نمونځ د صباح کړ
په سينه يې جلوه گر دوه غوره سېب وو
مجرب داور دوا د هر آسيب وو
د هغې گېډ ې تعريف کړم په کوم درم
چې کاوه ځنې غيبي دپومبې شرم
نرۍ ملا ته يې هرگز دست اندازي
عقل نه صلاح کوله بې نيازي
حيا منع گفتگوی که تر دې وړاندې
کېښود سر په آيينه د زانو باندې
چې نظر يې ومرات ته دزانو کړ
گونگ توتي يې د طبعې سخن گو کړ
چې بيان به يې واصف د ساق اشراق کړ
کافوري شمعې به اوربل په تاراق کړ
پشت پای يې کړ پېغور د ډېرو چارو
دخپل دور د نگارو په رخسار و
لطافت يې د تلو به هسې نمای شو
چې له درز يې د پڼو ليد پشت پای شو
نه تنها مَين شاهد په هغه مخ شو
د هغې هم زړه په مخ دده تخ مخ شو
آب و تاب د هر يوه بله لمبه شو
بل د بل دصبر زهد په پومبه شو
هر يو گل هسې مَين په مخ د بل شو
چې هر يو د بل هم گل هم يې بلبل شو
يو د بل وښکلي مخ ته نگران شو
له حيرته آيينه غوندې حيران شو
دو رخه عشق و ښايست شو سره جمع
له يوې شمعې شوه بله، بله شمع
خار د مينې ښخ د دواړو په دامن شو
پورې اوردتازه گلو په خرمن شو
گل رخسارو يې سور اور په جلوه بل کړ
دلاله په څېر يې زړه پکې جلبل کړ
له اغيارو يې پنهم د زړه خبرې
په نظر د سترگو کړي سره نادرې
دواړه شوق د گفتگوی واخسته سروپ
ولې شرم لاس په خوله اېښو چې چوپ
هغه راز چې زړه له شونډو ساته پټ
شوخو سترگو يو په يو وايه غوټ غوټ
سوال دا چې عشق مې جوش کا نه سهېږم
جواب دا چې چوب شه مه وايه پوهېږم
هر نظر به له پردې دواړه واته
بارې بيا به شرم ننگ ځنې ساته
په دا رنگ يې تر بېگاه په هزار مټې
وساتلې په گرېوان کې سرې سکروټې
چې پرې کړې يې وې مينې د تلو سپينې
ضرورت کړه هلته شپه په شاهد، وينې
يک تنها دهغه مړي په گور شپه شوه
باندې سازه د بلا جفا څپه شوه
نه همراز چې ورته راز د زړه بيان کړي
نه دل سوز چې ورته سوز د زړه عيان کړي
هسې ځان يې خوړ خوله پټه لکه شمع
دمهرويې د وصال په تشه طمع
بارې پلار د هغې جنې په همت
په ځای راووړ د شاهد تمام خدمت
بې خبر له دې خبرې ساده دل
چې طوفان لري په مشت کې دا ساحل
هم غافل له دې چې ما بل کړی اور
لگېدلی دی ددې غريب په کور
په هغه نيمې شپې تېرې ناگهانه
په مثال لکه تېز تندر له اسمانه
پښتنو په هغه کلي وکړ تاخت
په سبب د قديمي عداوت باخت
سر ومال د هغه خلق اکثر لوټ شو
يار آشنا د فراخۍ په تنگسه بوټ شو
هم شاهده هم شاهد بوته په بند شو
څه نا پسند د کج فلک په خاطر پسند شو
که هر څو به يې رويدار آه و افغان کړ
آه افغان کله اثر څه په افغان کړ
هېڅ پرې نه رسېده پوهه چې څه وايي
که پرې نه پوهېده دوی هم وايي ښايي
زړه گر (و) م جن ولې په خوله له ناڅارۍ
وايه ښه وايي واضح قابو څارۍ
چې به شهد پرې ترخه لگېده وينې
د هغه فراق خوراک شوې دزړه وينې
خوره شاهده نوش جان څه پښېماني ده
دا د عشق در ته اوله مهماني ده
څه پېښې کوې فلکه بازي گره
څه ناښې کوې نا ترسه ستم گره
دا څه سحر څه افسون دی چې يې ته کړې
دا څه ظلم نا حق خون دی چې يې ته کړې
زه په حال د بلبل نه ژاړم چې چون شو
هر چې شومين عاشق و په خپل يون شو
تا له گله سره څه وکړه اليوم
چې له باغه دې بېرون کړ د خپل قوم
چې يې نه پېرزو کوي مسلم په گبر
ته جاري په مسلمان کړې هغه جبر
سم له لاسه هسې ظلم ته زړه غونډ کړې
چې سندرو وته ټول په وير يې پنډ کړې
ليده نه شي په دا دور مدور
ستا په طور اشراف کُش سفله پرور
نور به څه بيانوم ستا کمې زياتې
خدای ته وړې ستا له ظلمه ننواتې
راشه راهغه اوبه ساقي غم خوره
چې پرې مړ کړم د غم اور د زړه له کوره
وکړم گشت په کوه و دشت ورشم تر ياره
په وصال يې قصور واخلم له اغياره