نظم
ښکلا
عبدالباري جهانيچي په زړه د طبيعت کي
هنګامه د عشق برپا سي
د قدرت د ناز له بحره
د هنر قطره جلا سي
چي د حسن د بت ګوتي
د اعجاز بربط آغاز سي
زمزمه سي ترانه سي
آشکاره د جنون راز کي
چي درياب د خلقتونو
د احسان پر څپو راسي
په موجونو ګردابو کي
د تحسين څاڅکي پيدا سي
دا د شعر سومنات دئ
دا کعبه ده د خيالونو
دا ښايست دئ دا ښکلا ده
دا سروش د هنرونو