غزل

خلک پهمينه باندې نه پوهيږي

پیر محمد کاروان

ګرانهکاروانهپهزړګي باندې ټينګ لاس ونيسه

دا ډبرين بوتان بوتان د اذر ونه منې

پام چې زړهونه بايلې دغه په ځيګر ونه منې

د سليمان له دې غمي سره به پام کوې ډېر

بيدار اوسېږه نه به خوب نه به ارام کوې ډېر

د يوويشتمې پېړۍ رګ رګ ته سړي دشيطانانو په څېر

ورننوتي دي په چل په ټګۍ

دلته تر ټولو نه بدرنګې دي ريا پهرنګو

له ځان جوړې د ښکلا ښاپېرۍ

کېدای شي ښځې او نجلۍ به داسې هم وګورې

چې په ظاهر صورت د ګل نه هم نازکې به وي

خو په باطن کې د پردې لاندې شيشکېبه وي

بس د خوشبو له دې ښيښې نه به يو ديو، يوه بلا راووځي

لکه سور لال بهدې زړه وتښتوي

بس تری تم به شي پيدا به نشي

که دې لټون پسې څلور لونجه دنياراووځي

اوس مې چې پوی کړې نو له مينې نه دې نه اړوم

ګرانهکاروانهمينه ښه ده مينه ډېره کوه

خو نن سبا پههر يو ګل باندې باور مه لره

کله ناکله له وږمې ځنې هم وېره کوه

هسې نه زړهدې يوسي، هوش دې يوسي، خيال دې يوسي

خبر به نه يې سرابونه په څپو راوتي

نهچې ورېښمين دې تقدس هغه دسمال دې يوسي