غزل
خوب مې که هر څو له خراباته شي
امیر حمزه شینواریخوب مې که هر څو له خراباته شي
تنده مې لازياته له برساته شي
رنگ يې د حالاتو، بې له لوتو وي دا
تبه د فطرت چې کله ماته شي
پوه که شو هر څوک چې زده هستي سراب
تنده به بې څښو د هغو ماته شي
دا لا عجب کار دی چې رامخ شې ته
زورمې د غم لا شي چې غم شاته شي
خوند د کتو دا چې کتل هېڅ نه وي
مخ چې د تا ماته، زما تاته شي
ټيټ شي نظر ستا په بوږن داولې؟
خوف يې دپښتون له ملاقاته شي؟
مخ دې که هرچاته وي خو بيا نه دي
ځانته يې رامخ کړه چې هر چاته شي
ورک ترېنه منزل کړي تصور د تا
تېر چې مېن ستا له مضافاته شي
يو د سحر سترگې حمزه راکړلو
داغ يې دويم ځير اوسه بېگا ته شي