غزل

خپل بيمار مې حواله کړ په نصيب

خوشحال خان خټک

خپل بيمار مې حواله کړ په نصيب

ورته زهر شوې گوليې د طبيب

برامد ورباندې صوت د غراب شو

خوشامند ورته اواز د عندليب

طبيعت چې مخبط شي سود يې نشته

نه په پند، په نصيحت، نه په ترکيب

په اعجاز د محمد خلکو اقرار کړ

د بوجهل تل نارې وي د تکذيب

عمارت لکه خطا هسې خطا ځي

په اول يې چې خطا پرېوځي ترتيب

نصيحت د ناصحانو باندې باد شي

چې زوال د چا د چارې شي قريب

دانشمند دې خپل دانش لري ساتلی

د تعليم او د هنر اثر په زيب

د پخو په حال اومه کله پوهېږي

د مقيم په حال خبر نه وي غريب

نصيحت بې ځايه واړه ځيگر خون دی

ځکه ژبه تر غاښ لاندې کړه اديب

د هلک مينه په چا وي، په هلکو

د لبيب قدر په چا وي په لبيب

په زرگونو مې دنيا و هر چا ورکړه

په جهان کې پيدا نه شو يو حبيب

د خوشال خټک په شمار په حساب نه دي

په هر ځای په هر ديار لري رقيب