غزل

خپل پردي چې چا لينده په لاس اخيسته

خوشحال خان خټک

خپل پردي چې چا لينده په لاس اخيسته

هر يوه کړه په ما تشه درسته درسته

چې قضا زما د چا په غشي نه وه

د بادشاه لينده يې هم کړه په ما سسته

چې تعليم يې د سيفې له ما اخيستې

هم هغو زما په بدو سيفې لوسته

په زرگونو راته لاف کړې د يارۍ

په دولت کې يې زما بلا اخيسته

اوس چې ورځې د نکبت راغلې يو نشته

چې زما د پاره ووځي له بابسته

که بادشاه له تخته پرېوځي، نا آشنا شي

بادشاهي ده د دولت په تار آهسته

د نکبت ورځې په مثل د دانو وي

ښايسته سړي وباسي له ښايسته

هنرونه يې عيبونه شي خوشاله!

د سړي چې چار د بخت شي سسته پسته