غزل

خپل پردي راته په خوله وايي زر زر

خوشحال خان خټک

خپل پردي راته په خوله وايي زر زر

و عالم ته تر هر څه دي بهتر زر

اوس په دا دور ما وليدل خواږه دي

تر پدر، تر برادر، تر پسر زر

نورو چارو وته څه گورې دا گوره

چې صاحب د مسلمان کا کافر زر

که دې قصد، کينه حسد ورسره پرېوځي

په وژو دد سيد درست کا محضر زر

فېروزه، الماس، ياقوت، لعل له کانه

له دريابه نه وکاږي گوهر زر

مزکه څه چې د اسمان ښايست په زر دی

ستوري زر دي،افتاب زر دی، قمر زدر

شاهزاده بې زرو گوښی تنها گرځي

د هندو سره روان کا لښکر زر

زور، قوت، حرمت هورې درومې چې زر وي

د بادشاه په سر څوک کېږدي افسر زر

خدای دې ما د قانعاتو په حساب کا

چې وديو وته يو دي حجر زر

ښه ځوانان يې ليدل نه مومي له ورايه

دنامزد په غېږ کې ورکا دلبر زر

جوهري قدر و قيمت زده د جوهرو

قلب، سرۀ سره جدا کا زرگر زر

د گيدړو نوم په خوله څه لره اخلې

دمزري له تنه هم پرې کا سر زر

هر مراد چې د سړي وي په دنيا کې

د طلب په وخت يې ورکا دربر زر

که چميار وي، که نداف وي، که جولا وي

تر اصيل سړي يې کښېنوي بر زر

نه به دی په لږو زرو نظر وکا

نه به پرېوځي و خوشال ته غر غر زر