نظم

خپل يار ته

خوشحال خان خټک

ما خوشال څه دا اشعار ويلي نه دي

يو اسرار مې هويدا کړ له اشعاره

يار مې ذوق د تماشې کا له اغياره

زه فرياد نارې وهم چې ياره ياره

د خاطر تمه مې هسې رنگه نه وه

چې به هسې رنگه ظلم کا يکباره

چې يک لخته مې وباسي له خاطره

فراغت به شي زما د زړه له زاره

مگرخون زما په شرع کې روا شو

چې جلاد مې وېره نه کا له آزاره

زه حيران وم په دا کار نه پوهېدلم

چې گناه مې ثابت نه زه گناهگاره

هو دا يو گناه لرم زه گناهگار يم

چې په تا باندې خاوند کړم مينه داره

که دا ستا مينه گناه زه گناهگار يم

که دا ستا مينه بد کار دی زه بد کاره

گڼه بل گناه زه نه وينم په ځان کې

نور ستم راباندې مه کړه ستمگاره

زه سينگار د صورت وکړم په اميد شم

چې به ته په ما بېره راوړې دلداره

ته پېره په ما ونه کړې دل مانده هم

وشرمېږم د همه خپله سينگاره

لکه بند بلبله تاو خورم په قفس کې

چې جدا يم ستا د وصل له بهاره

په وگړي زما ستا مينه ښکاره ده

چې مين دی په فلاني فلانه بې شماره

داچې اوس په ما جفا جور همېش کړې

تر وگړي پورې زه يم شرمساره

د وگړي د پېغوره به مې خلاص کړې

که له خپله وصله ما کړې دلقراره

که ته وگورې دا شرط د مينې نه دی

چې په مينه کې ته روغ يې زه بيماره

د ليلا او د مجنون مينه په ياد کړه

مگر نه ده دا خبره در اظهاره

چې فصاد يې په ليلا نشتر گذار کړ

د مجنون له رگه تله د وينو داره

په معنی کې سره دوه تنه يو تن کا

محبت هسې اثر لري ای ياره

معشوقې مې و عاشق وته ويل کړه

دا د دوی له حاله وشول څو گفتاره

وخت اخر شو غافل مه اوسه خوشاله

يو څو ورځې شپې باقي دي په شماره

خدايه ته زما پرده مه کړه پاره

بد مې مه کړه و عالم وته ښکاره

هغه لار چې د نېکۍ د نېکنامۍ ده

په هغه لاره مې بيايه همواره

چې د دين د دنيا ښې چارې په کې دي

همېشه مې په هغو چارو گماره

په دنيا کې مې همېش لره زړه جمع

پرېشاني دې ځنې اوسي کناره

نفس شيطان دواړه قرين دي په شماره کې

راښکاره لره د دواړو مکاره

ما لره په ملهمه په لوامه کې

ته مې وژغوره له نفس اماره

که هر څو مې لوی گناه له لاسه وشي

په توبه مې ماته نه شي دوباره

کبيره راته گنده غوښې د خوگ کړه

صغيره کړه راته غوښې وفاره

ذميمه مې وار په وار له دله واخله

چې په زړه کې ذميمه دی خونخواره

د بدبخته ستارې مې امان وکړه

راسره لره نېکبخته ستاره

توان توفيق د عبادت د طاعت راکړه

زه خاکي بنده عاجز يم بې چاره

په حساب کتا ب مې رنگ د خلاصۍ نشته

ما يک لخته خپل کرم ته وسپاره

چې اروا مې له قالبه نه جدا شي

نور مې بيايه د جنت په ننداره

چې کرام الکاتبين را څخه خوښ ځي

هسې رنگ مې گورستان ته وسپاره

مخ مې سور لره همېش په استغنا کې

په طمعه مې زېړه مه کړه رخساره

تر ايمان چې مې چاپېر و يقين کوټ دی

سلامت يې وساته برج وباره

په دنيا کې مې عزيز لره تر تلو

آل اولاد مې پيدا مه کړه هيڅ کاره