غزل

خپله پوهه به لرم، خپله لره

خوشحال خان خټک

خپله پوهه به لرم، خپله لره

و هر چاته خپله پوهه ده کره

که فاسق يم، که فاجر يم دخپل ځان يم

د زاهد، د عابد څه دي راسره

لېونی که مسخره دی و عالم ته

عالم هم وي لېوني ته مسخره

په معنی پاڼې، گلونه دي خبرې

د سړي کرده د ونې ثمره

نن يوازې يک تنها له ياره ښه يم

څوک دی غير و دويم نه وي راکړه

د نور چا غرض پرې نشته، چې صراف وي

هم هغه زده په سره، په ناسره

په ښوره مځکه کې کله شي گلونه

درته چا وی چې گلونه پرې کره

شاړې تل په کن پره گرځي خوشاله!

مېړني ليندي به ځي له سر پره