غزل
ختم چې دا پاتې لږ ضمير هم د انسان شي
امیر حمزه شینواریختم چې دا پاتې لږ ضمير هم د انسان شي
وايه بيا به جوړ له دې جهانه کوم جهان شي
چا وې چې ماضي خو دی ښخ مړی مه يې سپړه
ذکر د خوشحال مې را ژوندی کړي زړه مې ځوان شي
جوړه ارزاني به شي د ښکليو په ديدن کې
قدر د خودۍ او سړيتوب که په تا گران شي
څه به درته وايمه د عشق له ستومانۍ
هر انداز د حسن چې و ده ته امتحان شي
شرط يې دی همت که دمېږي په پل روان وي
ليک به يې په برخه دبدبه دسليمان شي
هره افسانه ده، افسانه زما تر حشره
څه شي که پيدا ورته څو څو رنگه عنوان شي
مينه لېونۍ د امتياز قايله نه ده
وکړي دلمن سره هم، څه چې په گرېوان شي
تا چې په محفل کې دی رټلی شمع رويه
عمر د هغه به د لوگي غوندې پرېشان شي
يو ارمان د وصل ته خو وگوره په عشق کې
جوړ ترې په تگ تگ کې يو عظيم غوندې کاروان شي
دا نوی کرم او که ستم مې د صياد دی
بېرته مې کړکۍ په پسرلي کې د زندان شي
غم د بېلتانه خو بلا گران دی هم مې خوښ دی
څه چاره د هغه چې هم گران شي هم اسان شي
مخ چې ايينې ته کړي ساده ساده کاته کړي
بېرته چې راستون شي په ځای ودرېږي حيران شي
راشي حمزه داسې هم مقام په محبت کې
هلته پېرزوينه چې په بل او نه په ځان شي