څلوريزه

خوشرنگ تر بازه مرغ زرين دی

خوشحال خان خټک

خوشرنگ تر بازه مرغ زرين دی

باز چې په قدر کې ترې صد چندين دی

څه شو که لوی لوی وزر پرې پورې وي

کرگس کرگس شاهين شاهين دی