غزل کوم يو ظالم کار د حکومت نه چې محروم شي امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 کوم يو ظالم کار د حکومت نه چې محروم شي هغه په ظاهر کې د ايوب غوندې مظلوم شي 02 پام کوه اشنا دي چې په مينه پوهه نه کړې تل به وي و نورو ته سخي تاته به شوم شي 03 ژوند د هغه څه چې د اشنا له سترگو پرېوځي بس لکه داوښکې غوندې ولوېږي مرحوم شي 04 مه وايه پخوا ورته چې پوخ د محبت دی گوره که ثابت د امتحان په وخت کې اوم شي 05 تا چې ديقين په سترگو وليد پټ مې بويه چاته که ظاهر دې کړو هم تاته به موهوم شي 06 پټ يې کړه اشنا که پوه زما په محبت يې او گنې خبر شه زما نوم به د تا نوم شي 07 ښه به بې غمانو ته هوا د پسرلي وي چرته په مېن باندې چې وبلوسي سموم شي 08 کله کله زه چې شمه گوښی له غمونو پوهه هغه وخت شمه چې زر به يې هجوم شي 09 مه کوه حمزه د رسوايۍ وېره په عشق کې حق ده چې پيدا د هر لازم سره ملزوم شي د قاموس مانا × اصلي کلمه