غزل کړه مې طمع حرف په حرف سره مضموم شوم امیر حمزه شینواری د کلمو ماناوې A− A+ د متن کچه: 100% کاپي چاپ شریکول د غشو په تڼیو د کلمو ترمنځ لاړ شئ. د مانا د پرانیستلو لپاره Enter یا Space ووهئ او د بندولو لپاره Escape ووهئ. 01 کړه مې طمع حرف په حرف سره مضموم شوم خود لايق د غړوندو ومه معلوم شوم 02 هر يو کار د دنيا ښکاري راته لوبه چې په عقل عمر پوخ شومه ماشوم شوم 03 ته چې نه کوې خندا ولې به ژاړم گل فشانه دُر شيندونکی وم خو شوم شوم 04 چې خواخوږي دې همه په گوته شمار کړل مهربانه ياره وايه چې زه کوم شوم 05 اوس مې ته هم کله کله په ښو ياد کړې چې د سترگو نه دې پرېوتم مرحوم شوم 06 که هر څو دې وم په هجر کې پوخ شوی خو په اور دامتحان کې دې بيا اوم شوم 07 ما حمزه که ځان شماره په محرمانو اوس د دو له ياده ووتم محروم شوم د قاموس مانا × اصلي کلمه