غزل
له دلبرې نه مې خوله غوښته اما
خوشحال خان خټکله دلبرې نه مې خوله غوښته اما
ډکه خوله يې راته دا ووی له ما؟
د ماڼي په وخت يې تل هسې ځواب و
گوره بيا يې په څه زړه بد دی له ما
هسې يار سره څوک څه لره ياري کا
چې له کبره يې نظر وي په سما
زه به هيڅکله له عشقه نه وانه وړم
پند گويانو! خپل پند وساتئ شما
څه خبر يې چې اول په عشق کې څه ځي؟
په اول وصلت يې ځي د سترگو ماء
د چا زړه لکه کابل دچا بگرام دی
د يوه نصيب ساړه د بل گرما
که جمال راته ښکاره که زه به ورکړم
دا گټلې دنيا واړه رونما
زه او مينه د دلبرې پند گويانو!
که هر څو راته ويل کاڼئ شما
زه به لا و خپل مين و ته دعا کړم
که هزار جور و جفا کاندي په ما
زه خوشال چې ستا په مخ باندې مين شوم
پارسايي غواړي له ما نه صنما؟