غزل
له حاله يې خبر شه! که شته، که نشته ، نشته
خوشحال خان خټکله حاله يې خبر شه! که شته، که نشته ، نشته
قلاش و قلندر شه! که شته، شته، که نشته، نشته
که لږه ده که ډېره ، واړه ونيسه ه تېره
په خوی د پيغمبر شه! که شته، شته، که نشته ، نشته
د عمر څه، اندوه کړې، څه اندوه ده که ځان پوه کړې
ژوندی تر گوره ورشه! که شته، شته، که نشته ، نشته
بادشاه د بحر و بر يې، که قانع په خشک و تر يې
د دهر سکندرشه! که شته، شته، که نشته ، نشته
که دُر دي که گوهر دي که گلونه، که شجر دي
د واړو بې خبر شه که شته، شته، که نشته، نشته
بې وخته غواړې بد کړې، بېهوده رخه حسد کړې
په صبر توانگر شه! که شته، شته، که نشته ، نشته
مه ژاړه، مه پرې وياړه، غم ښادي پرېږده دا دواړه
واقف په دا سير شه! که شته، شته، که نشته ، نشته
بلا دي چې ټولېږي په هيچا نه پاتې کېږي
فارغ له سيم و زر شه! که شته، شته، که نشته، نشته
له ياره مهر غواړې، که يې نه مومې نور ژاړې
د يار په رضا سرشه! که شته، شته، که نشته، نشته
که وصل که هجران دي، دواړه ما وته يکسان دي
په واړو برابر شه! که شته، شته، که نشته، نشته
څو سعې، څو طلب کړې، اندېښنې په روز و شب کړې
آرام په خپل مقر شه! که شته، شته ، که نشته ، نشته
لږ عمر، ډېر غمونه، په زړه هومره ستمونه
قانع په خشک و ترشه! که شته، شته، که نشته، نشته
په خپل هنر نظر کړه! څو ژوندی يې خپل هنر کړه!
خوشاله شېر نرشه! که شته، شته، که نشته، نشته