غزل
له اوله په سرجوړې کا دړۍ
خوشحال خان خټکله اوله په سرجوړې کا دړۍ
بيا ټيکه په ورځو کېږدي خونړۍ
جړاوې حلقې په غوږ ، بېسر په پوزه
قيمتي د مرغلرو دوه لړۍ
مرصع باهو په لاس، گوتې په گوتو
ژرنگهار يې د پايلو دڅړۍ
په ښېوه ښېوه عاشق ته ځان ښکاره کا
په غمزه غمزه يې زړه کا دوه وړۍ
چې له هسې محبوبا يې اشنايي وي
پرې به کېږي پادېشونه دنړۍ
په وصال به يې په څو رنگه هوس کا
په هجران به يې ساه راشي تر غړۍ
سر تر پايه اراسته شي په څو رنگه
په ليدلو ښاپېرۍ ده نه سړۍ
د زلفينو ښاماران يې هسې نه دي
چې خوړلي يې رغېږي په جړۍ
خلکو زه دتورو زلفو لېونی يم
لا مې ښه په زنځيرونو وتړئ
زړه يې هسې دهجران غمونو موړ کړ
دخوشال تر ستوني نه درومي نمړۍ