غزل
له شېخه خبر نه يم چې په کوم عمل مشغول دی
خوشحال خان خټکله شېخه خبر نه يم چې په کوم عمل مشغول دی
چې عشق يې را فرمايي هغه کار زما قبول دی
عشق لکه بادشاه دی، زه په مثل دچا کريم
چاکر چې د صاحب په حکم نه وي نا معقول دی
د سبا نسيمه! پاڅه، په تلوار ، تلوار رادرومه
په هغو مې سلام وايه چې په وره کې يې نزول دی
بل استازی د عاشق دمعشوقې په منځ کې نشته
په دا ميدان کې گوره محبت دده رسول دی
د يار غم مې له خلقه پټ پنهم درله په زړه کې
ولې څه علاج يې وکړم، چې مې رنگ د مخ پدول دی
چې په تور د لېونتوب مې هر سړی په زولنو شو
گرم يې خلقو مه کړئ هم هغه زما د کول دی
هم هغه دی همېشه ژوندون موندلی، که باور کړې
چې د مستې د غمزې او د جلوې په تېغ مقتول دی
د گلونو پاڼې بويه چې کميس شي دملوکې
د ورېښمو د کميسه يې نازک بدن ملول دی
گوره ښه جمال چې لا به کله ورښکاره کا
دا چې همېشه د خوار خوشال ورپسې نول دی