غزل
له تا به ستا له تېغه عاشق چېرې کا اعراض
خوشحال خان خټکله تا به ستا له تېغه عاشق چېرې کا اعراض
د شمعې د اور پښتې مينه نه ځي په مقراض
د خپل خاطر احوال به زه خپل يار وته معلوم کړم
بيمار به له طبيبه په څو پټ لري امراض
تر دانه به بل کوم طاعت ته به مومې ای دله!
چې يوساعت مې کښېنې د زاهد سره مرتاض
سودا مې دچشمانو په ژړا تر دا بتر شوه
د اوښکو محرر مې يې اوس ورينه په بياض
د يار کوڅه مې بيا مونده د يار له بويه پره
هوا به د گلونو نوره څو کړم د رياض
خوشاله! مستعد اوسه و فيض و ته قايل يې
ورېږي د قايل په زړه تل فيض د فياض