غزل
لکه قلپ مهر په لاس باندې برېښنا کړې
خوشحال خان خټکلکه قلپ مهر په لاس باندې برېښنا کړې
چې د اور په تاو کې پرېوځي ځان رسوا کړې
هيچ زما په زړه کې ستا اشنايي نه وه
کومې چارې لره خدای دما اشنا کړې
که ډېر بد راسره کړې، په ښه يې نيسم
خپلې مينې راته ستا ترخې حلوا کړې
چې په تا باندې مين شوم، حال مې گوره
مگر خدای زما خوارۍ لره پيدا کړې
که وعده دې د ليدو په ماسختن وي
په بورجل باندې دې ناست ، په ما سبا کړې
که دما په دوکان ناست يې کالي گوره
په زر سل ځايه په څو ځايه سودا کړې
کله مخ، کله دې شا وې و بلبل ته
گله! ته چې ښايسته شوې دا په دا کړې
په دا خوی دې اور زما په گوگل بل کړ
زه د شمعې غوندې ژاړم، ته خندا کړې
چې وفا دې د خوشال سره ونه کړه
راته وايه اوس به چا سره وفا کړې؟!