غزل
لکه زه په يار مېن يم بل به نه وي مېن هسې
خوشحال خان خټکلکه زه په يار مېن يم بل به نه وي مېن هسې
لکه زه پسې غمجن يم بل به نه وي غمجن هسې
هم مې ووژني پخپله هم په ما باندې ژړا کا
څه ښه يا ر دی، ښه يې مينه وژل هسې شيون هسې
مخ يې درست سره گلزار دی رنگا رنگ لري گلونه
تفريح دبهار گوره پکې نشته گلشن هسې
زړه داغدار غرقه په وينو لاله گل و ته وگوره
هيڅ شهيد نه دی راوړی له ازله کفن هسې
تورو زلفو ته يې گوره ښايسته دواړه رخساره
د جهان په مخ به نه وي سنبل هسې ، سمن هسې
لکه زه يې ننداره کړم ورځ و شپه په خپله خونه
خوار مجنون ليدلی نه و په درست عمر ديدن هسې
که د گل پاڼې يې خت کړې لا به هم باندې څرخېږي
دا نازک بدن چې ستا دی د چا نه دی بدن هسې
که يې رسم يا يې دود دی يا وفا د هندوگيې
چې په سرو لمبو کې کښېنې څوک به وکا سوختن هسې
چې څوک ټاپ در پسې وکا سره ټک وهي لاسونه
دا ژوندون دی مردن نه دی که دې وشي مردن هسې
د ارم آرام مې بياموند ستا په غولي کې خوشال شوم
خوښ له بخته له قسمته چې يې راکړ وطن هسې